د فاکس نیوز یوې تازه نظرپوښتنې ښودلې چې د ثبت شوو امریکايي رایهورکوونکو ډېره برخه د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام د پیل پرېکړه ناسمه بولي او باور لري چې د ډونالډ ټرمپ اداره د جګړې د پای ته رسولو لپاره روښانه پلان نه لري.
د نظرپوښتنې له مخې، ۶۰ سلنه ګډونوالو ویلي چې د ایران پر وړاندې د جګړې پیل ناسمه پرېکړه وه او ۳۷ سلنه کسانو ترې ملاتړ کړی دی. د جګړې مخالفت د جون له میاشتې راهیسې زیات شوی، کله چې ۵۸ سلنه کسانو دغه پرېکړه ناسمه بللې وه.
دغه راز، ۷۱ سلنه ګډونوالو ویلي چې د ټرمپ اداره له ایران سره د روانې جګړې د ختمولو لپاره څرګنده تګلاره نه لري. په دې ډله کې دیموکراتان، خپلواک رایهورکوونکي او جمهوري غوښتونکي شامل دي.
نظرپوښتنه ښيي چې د جګړې د اوږدمهاله اغېزو په اړه هم د امریکایانو نظرونه بدل شوي؛ ۴۷ سلنه کسان باور لري چې دا شخړه به امریکا په راتلونکې کې لږه خوندي کړي، خو ۳۲ سلنه بیا وايي چې جګړه به د امریکا امنیت زیات کړي.
دا نظرپوښتنه د سپټمبر له ۱۱مې تر ۱۴مې پورې د ۱،۲۱۱ ثبت شوو امریکايي رایهورکوونکو ترمنځ ترسره شوې ده.

