امریکايۍ کانګرس غړې رشیده طلیب د امریکا له سنا غوښتي چې اسراییلو ته د ټرمپ د ادارې له خوا د ۲.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو د پلورلو پلان رد کړي.
طلیب ویلي، په دې معامله کې ۴۰ زره درانه بمونه شامل دي چې هر یو یې شاوخوا ۲ زره پونډه (نږدې ۹۰۷ کیلوګرامه) وزن لري.
هغې پر ایکس لیکلي چې د امریکا حکومت دا وسلې د مالیه ورکوونکو له پیسو برابروي او له سنا یې غوښتي چې د دې پلور د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي.
طلیب په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو په اړه نیوکه کړې او د دې وسلو له لېږد مخالفت سره یې څرګند کړی دی.

