جمعه, سپتمبر 18, 2026
Homeکورپاڼهد ټرمپ حکومت ایراني چارواکو ته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه...

د ټرمپ حکومت ایراني چارواکو ته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون اجازه ورکوي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت به د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ګډون د دغه هېواد لوړپوړو چارواکو ته اجازه ورکړي چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناستو کې ګډون وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران پر پلاوي به د تګ‌راتګ محدودیتونه ولګېږي او د ځینو توکو د پېرلو اجازه به هم ونه لري.

همداراز، د ایران د پلاوي شمېر به د تېر کال په پرتله کم وي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او دواړو لورو د شخړې د پای ته رسولو لپاره په بېلابېلو وختونو کې محدودې خبرې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here