قطر اعلان کړی چې د غزې تړانګې د روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره به ۱.۳ میلیونه لیتره تېل برابر کړي. د دې مرستې لپاره دوحې له ملګرو ملتونو سره هوکړه لاسلیک کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه تېل به د روغتونونو او نورو روغتیايي تاسیساتو د فعالیت د دوام لپاره وکارول شي، چې شاوخوا ۲.۱ میلیونه فلسطینیان به ترې ګټه واخلي.
د معلوماتو له مخې، قطر د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې تر ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه غزې ته نږدې ۳۰ میلیونه لیتره تېل استولي دي.

