جمعه, سپتمبر 18, 2026
Homeاقتصادد ملګرو ملتونو اټکل: د امریکا او ایران جګړې عربي اقتصادونو ته...

د ملګرو ملتونو اټکل: د امریکا او ایران جګړې عربي اقتصادونو ته ۱۵۰ میلیارد ډالر زیان اړولی

د ملګرو ملتونو د لوېدیځې اسیا اقتصادي او ټولنیزې کمېسیون (ESCWA) اجرائیه مشرې رانیا المشاط ویلي، د امریکا او ایران جګړې د لومړۍ میاشتې په ترڅ کې د عربي هېوادونو اقتصادونو ته شاوخوا ۱۵۰ میلیارد ډالر اقتصادي زیان اړولی دی.

د هغې په وینا، د جګړې له امله د سیمې اقتصادي فعالیتونه اغېزمن شوي او د انرژۍ، سوداګرۍ او سمندري لېږد په برخو کې د ګډوډۍ له کبله عربي اقتصادونه له پام وړ زیانونو سره مخ شوي دي.

المشاط زیاته کړې چې د هرمز او باب‌المندب تنګو کې د سمندري تګ راتګ محدودېدل د انرژۍ او اړینو توکو پر بیو او رسولو هم اغېز کولی شي.

د ESCWA د اټکل له مخې، دغه ۱۵۰ میلیارد ډالره زیان د عربي اقتصادونو د ناخالص کورني تولید شاوخوا څلور سلنه جوړوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here