د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو له وینزویلا «میلیاردونه او میلیاردونه بېرله» تېل ترلاسه کړي او ګواښ یې کړی چې د ایران په اړه به هم ورته چلند وکړي.
ټرمپ ویلي، د وینزویلا تېل د جګړې «غنیمت» ګڼل کېږي او د هغه په وینا، «بریالي لوري ته غنیمت پاتې کېږي.»
هغه بیا د ایران په اړه وویل چې واشنګټن به «همدا کار» له ایران سره هم وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي ترینګلتیا او د هرمز تنګي د وضعیت پر سر کړکېچ لا هم روان دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي بیا د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې د جګړې د غنیمت ادعا هغه مهال مطرح کېدی شي چې یو لوری لومړی په جګړه کې بریالی شوی وي.

