د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، ایران جګړه ګټلې، خو اوس باید خپله بریا ټینګه او د هېواد اوږدمهاله ثبات خوندي کړي.
قالیباف د ایران د پارلمان د همغږۍ شورا په غونډه کې ویلي، د قوي ایران د جوړولو لپاره باید د ستر رهبر آیتالله علي خامنهیي اجرائیوي واک او ظرفیتونه پراخ شي.
نوموړي ټینګار کړی، ایراني چارواکي باید د هېواد راتلونکی پیاوړې کړي او خلکو ته د روښانه راتلونکي هیله ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ورته وخت امریکا هم د ایران پر وړاندې د جګړې د بریا خبره کوي او ادعا کوي چې پر ایران برلاسې ده.

