هند د سند د اوبو د تړون تر ځنډولو وروسته پاکستان ته د بهېدونکو اوبو د محدودولو لپاره عملي اقدامات پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې، د هند حکومت د هغو پروژو د چټکولو پرېکړه کړې چې د پاکستان پر لور د بهېدونکو اوبو د مدیریت او کنټرول وړتیا زیاتوي.
دا اقدامات وروسته له هغه ترسره کېږي چې نوي ډیلي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له وروستي برید وروسته د ۱۹۶۰ کال د سند د اوبو تړون وځنډاوه.
هندي چارواکو ویلي چې د تړون له ځنډېدو وروسته هند نور د هغو محدودیتونو پابند نه دی چې د پاکستان لپاره د اوبو د بهیر په اړه موجود وو.
د راپورونو له مخې، هند غواړي د خپلو بندونو، کانالونو او زېرمهکوونکو تاسیساتو ظرفیت پراخ کړي، څو د سیندونو اوبه په مؤثر ډول مدیریت کړي.
پاکستان د هند دغه پرېکړه اندېښمنونکې بللې او ټینګار یې کړی چې د اوبو هر ډول محدودول به د نړیوالو قوانینو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړو خلاف اقدام وي.

