چهارشنبه, جون 10, 2026
Homeکورپاڼههند پاکستان ته؛د اوبو د بهیر محدودولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

هند پاکستان ته؛د اوبو د بهیر محدودولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

هند د سند د اوبو د تړون تر ځنډولو وروسته پاکستان ته د بهېدونکو اوبو د محدودولو لپاره عملي اقدامات پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، د هند حکومت د هغو پروژو د چټکولو پرېکړه کړې چې د پاکستان پر لور د بهېدونکو اوبو د مدیریت او کنټرول وړتیا زیاتوي.

دا اقدامات وروسته له هغه ترسره کېږي چې نوي ډیلي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له وروستي برید وروسته د ۱۹۶۰ کال د سند د اوبو تړون وځنډاوه.

هندي چارواکو ویلي چې د تړون له ځنډېدو وروسته هند نور د هغو محدودیتونو پابند نه دی چې د پاکستان لپاره د اوبو د بهیر په اړه موجود وو.

د راپورونو له مخې، هند غواړي د خپلو بندونو، کانالونو او زېرمه‌کوونکو تاسیساتو ظرفیت پراخ کړي، څو د سیندونو اوبه په مؤثر ډول مدیریت کړي.

پاکستان د هند دغه پرېکړه اندېښمنونکې بللې او ټینګار یې کړی چې د اوبو هر ډول محدودول به د نړیوالو قوانینو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړو خلاف اقدام وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here