یکشنبه, اگست 9, 2026
Homeامنیتجرمني کې امنیتي ننګونې؛ پر یوې پوځي اډې دوه پردي ډرونونه لیدل...

جرمني کې امنیتي ننګونې؛ پر یوې پوځي اډې دوه پردي ډرونونه لیدل شوي

د جرمني چارواکي وايي، د دغه هېواد په لوېدیځ کې د یوې پوځي اډې پر سر دوه ډرونونه لیدل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، ډرونونه د پنجشنبې په شپه د نوردراین-وېسټفالیا ایالت په میخنیش کې د جرمني د پوځ د یوې اډې له پاسه لیدل شوي، خو تر اوسه یې د چلوونکو هویت معلوم نه دی.

دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغې شوې چې د جرمني په ختیځ کې د لایپزیګ هوايي ډګر ته څېرمه له چاودېدونکو توکو او چاودونکي وسیلې سره سمبال یو ډرون وموندل شو. د جرمني فدرالي څارنوالۍ د هغې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت ویلي چې هېواد یې له بهرنیو ځواکونو سره د «ورځني هایبرډ جنګ» له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي جاسوسي، تخریب، سایبري بریدونه او پټ عملیات د دغو ګواښونو له برخو بللي دي.

تر اوسه جرمني په رسمي ډول د دغو ډرونونو د پېښو مسوول کوم هېواد نه دی بللی. روسیې هم د لایپزیګ د پېښې په تړاو د خپل لاس لرلو ادعا رد کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here