د آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د بوینګ ۷۳۷ یوې الوتکې ته یې د نوي انجن د نصبولو چارې د نړیوالو تخنیکي معیارونو له مخې په بریالیتوب بشپړې کړې دي.
د شرکت د معلوماتو له مخې، دغه انجن د ۲.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت له امریکايي Global Engine شرکت پېرل شوی او د نصبولو چارې یې د آریانا د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوې دي.
آریانا شرکت وايي، یاده الوتکه شاوخوا دوه کاله وړاندې د خوست په نړیوال هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال له یوې پېښې سره مخ شوې وه او له هغې وروسته یې د تخنیکي ترمیم چارې په بېلابېلو پړاوونو کې ترسره شوې دي.
د شرکت په وینا، د الوتکې له ترمیم وروسته به اړینې تخنیکي او د خوندیتوب ازموینې ترسره شي او که ټول معیارونه یې پوره وو، الوتکه به بېرته الوتنو ته چمتو شي.

