د روسیې د لومړي وزیر مرستیال مارات خوسنولین وايي، مسکو باید د هند سمندر ته د ریلپټلۍ د یوې نوې لارې د جوړولو امکان وڅېړي، څو د باسفورس او هرمز تنګي له احتمالي خطرونو سره تړلي ترانزیټي ګواښونه راکم کړي.
خوسنولین له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د دې احتمالي ریلپټلۍ بدیل مسیرونه کولی شي له ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان تېر شي او هر هغه مسیر چې هند ته د روسیې د لاسرسي زمینه برابره کړي، د مسکو لپاره د ارزونې وړ دی.
د نوي ریلپټلۍ مسیر عملي کېدل به روسیې ته د مرکزي اسیا او افغانستان له لارې د پاکستان او هند پر لور د ځمکني ترانزیټ یوه بدیله لاره رامنځته کړي او د سمندري مسیرونو پر ځای به د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره نوی انتخاب برابر کړي.

