افغان رزمي لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي او ربیع پنجشیري تېره شپه په هند کې د خپلو سیالانو پر وړاندې د مبارزې قفس ته ننوتل.
دا سیالۍ چې په حیدراباد ښار کې د آیایفاېل سازمان په چوکاټ کې ترسره شوې، دواړو افغان لوبغاړو په کې خپل سیالان مات او بریاوې ترلاسه کړې.
عبدالعظیم بدخشي له یوه بلاروسي سیال سره په قفس کې مخامخ شو او د لومړي پړاو په ۲۰مه ثانیه کې یې د ناکاوت له لارې سیالي پای ته ورسوله.
په ورته مهال، ربیع پنجشیري په ۵۷ کیلوګرامه وزن کې د هند له یوه رزمي لوبغاړي سره سیالي وکړه او د سابمېشن فن په ترسره کولو سره یې خپل سیال تسلیم او بریا یې خپله کړه.

