د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال علي جهانشاهي امریکا ته خبرداری ورکړی چې که امریکايي سرتېري د ایران خاورې ته ننوځي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.
جهانشاهي ویلي: «که د امریکا کوم پوځي د ایران پر خاوره قدم کېږدي، پښۍ به یې ماتې کړو.»
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران ځمکني ځواکونه په بشپړ جنګي چمتووالي کې دي او د هېواد پولې په کلکه څاري.
هغه زیاته کړې، د ایران پوځ به د هر ډول دښمنانه اقدام پر وړاندې «قاطع او مخنیوی کوونکی» ځواب ورکړي.

