یکشنبه, اگست 9, 2026
Homeکورپاڼهاسرائیلو د ټرمپ د غزې ۱۵ ماده‌ییز پلان رد کړ

اسرائیلو د ټرمپ د غزې ۱۵ ماده‌ییز پلان رد کړ

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» له خوا د غزې لپاره وړاندې شوی ۱۵ ماده‌ییز پلان نه مني او تر هغه به خپل ځواکونه له غزې ونه باسي، څو حماس په بشپړ ډول بې‌وسلې شوی نه وي.

نتنیاهو ټینګار کړی چې د حماس د بې‌وسلې کولو مطلب د درنو، سپکو او نورو ټولو وسلو له منځه وړل دي.

د ټرمپ په پلان کې د غزې د وضعیت د پای ته رسولو لپاره مرحله‌وار د اسرائیلي ځواکونو وتل، د حماس بې‌وسلې کول، د نړیوال ثبات ساتونکي ځواک جوړول او د فلسطین د نوي پولیس ځواک رامنځته کول شامل دي. خو د اسرائیلو او حماس ترمنځ د پلان د عملي کېدو پر ترتیب اختلاف پاتې دی.

د راپورونو له مخې، حماس د وسلو د سپارلو لپاره د اسرائیلي بریدونو د درېدو او د اسرائیلي ځواکونو د شاتګ غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې اسرائیل غواړي د ځواکونو له وتلو مخکې د حماس بشپړ بې‌وسلې کېدل یقیني شي.

نتنیاهو ویلي چې اسرائیل له امریکا سره د پلان پر جزئیاتو خبرې کوي، خو ځینې وړاندیزونه د منلو وړ او ځینې نور یې د اسرائیلو له نظره د منلو وړ نه دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here