د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام پخوانی قومندان جنرال کېنټ فرانک مککنزي وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره موافق نه و.
نوموړي له سي-ایسپياېاین تلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړې، چې تاریخ به قضاوت وکړي چې ایا له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سمه وه او که نه او هغه څه چې د داعش او القاعدې لپاره مهم دي، هغه د دې ډلو بیا منسجم کېدل دي، چې بالاخره د امریکا پر خاوره بیا برید وکړي.
مککنزي ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره داعش ډله او القاعده شبکه پیاوړي شوي دي.
هغه دغه راز ویلي، چې امریکا دا مهال په سیمه کې ۴۵۰۰۰ ځواکونه ځای پر ځای کړي.
مککنزي دا هم ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره روسیه زړهوره شوه چې وروسته یې په اوکراین برید وکړ.

