جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهپاکستاني پوځیانو؛یو وار بیا د قامي لویې جرګې پر غړو برید کړی

پاکستاني پوځیانو؛یو وار بیا د قامي لویې جرګې پر غړو برید کړی

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې د پاکستان پوځیانو یو وار بیا د قامي جرګې پر غړو برید کړی.

هغه ویلي، زیات شمېر پولیس د جرګې میدان ته راغلي او د دوی په ملګرو برید دوام لري.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د جرګې میدان ته ځانونه را ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم پاکستاني پوځیانو د جرګې پر غړو بریدونه کړي وو، د اوبو ټانکۍ یې سورۍ کړې وې او خیمې یې هم سوځولې وې.

منظور پښتین د پاکستاني پوځیانو دا کار غندلی او د دې تر شاه یې د پاکستان د ای ایس ای لاس ګڼلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here