د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده ویلي، په افغانستان کې ډېر جهادونه ترسره شول، خو د ده په وینا، د هغو د نیتونو د ناپاکوالي له امله یې هغه پایلې ورنهکړې چې د جهاد له موخو سره اړوندې وې، بلکې د هېواد د ویجاړۍ سبب شول.
نوموړي دا څرګندونې د والیانو او ولسوالانو په یوه عمومي سمینار کې کړې او له هغوی یې غوښتي چې د دین د احیا، د خلکو د فکري روزنې او د بهرنیو دسیسو د پوهاوي په برخه کې له علماوو سره ګډ کار وکړي.
ده ټینګار کړی چې چارواکي دې ځان له غفلت وساتي، د مشرانو لارښوونې دې ومني او د اختلافونو مخه دې ونیسي.
اخندزاده همداراز پر والیانو او ولسوالانو غږ کړی چې له خلکو ډالۍ او امتیازات ونه مني، ځکه د ده په وینا، “د واک پر مهال ډالۍ اخیستل د رشوت حکم لري.”