د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان (UN Women) ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته د ښځو او نجونو وضعیت لا پسې خراب شوی او د دوی پر وړاندې محدودیتونه د ژوند نږدې ټولو برخو ته غځېدلي دي.
د یواېنومېن د تازه معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۰.۷ میلیونو ډېرې افغان ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان وايي، د ښځو د زدهکړو، کار، روغتیا، عامه ژوند او عدالت ته د لاسرسي محدودیتونه د دوی وضعیت لا زیانمن کړی دی.
د راپور له مخې، له هرو لسو ښځو اووه خپله رواني روغتیا «خرابه» یا «ډېره خرابه» بولي. همداراز له نیمايي ډېرې ښځې وايي چې په میاشت کې یوازې دوه ځله یا تر دې هم لږ له خپلو کورونو وځي او نږدې درې پر څلورمه برخه ښځې له محرم پرته له کوره د وتلو پر مهال ځان خوندي نه احساسوي.
یواېنومېن خبرداری ورکوي چې که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو ډېرې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
هم مهاله د یواېنومېن د معلوماتو له مخې، یوازې ۷ سلنه افغان ښځې په کار بوختې دي، په داسې حال کې چې د نارینهوو کاري ونډه ۸۴ سلنه ده.
دغه سازمان وايي، د ښځو د کار او عامه ژوند محدودیتونه، د نړیوالو مرستو کمېدل او له ایران او پاکستانه د افغانانو راستنېدل د ښځو او نجونو پر وضعیت اضافي فشار اچولی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي او اجازه ورنه کړي چې پرې محدودیتونه په عادي وضعیت بدل شي.

