لیکوال: احمد شاه ساحل
منظور پښتین د لومړي ځل لپاره د افغانستان غیر پښتنو قومونو تاجک، هزاره، ازبک، پشهیي او نور ټولو ته په دری ژبه یو پیغام کې ویلي چې «ستاسې د غوښتنې سره سم، موږ د یو «مشترک وطن» لپاره هر وخت او هر نوع ګډې مبارزې ته تیار یو.
منظور ورته د ورونو په خطاب سره وایي چې ستاسې همدردۍ او «پيوند» همېشه زموږ لپاره د یوې «لویې کورنۍ» د جوړولو احساس ژوندی ساتلی دی.
دا خورا مهمه او حیاتي موضوع ده. لکه څنګه چې په نړۍ کې هېڅ یو مسؤول رهبر بې له کومې موخې، محاسبې او سیاسي ملاحظې کومه خبره له خولې نه راباسي، دغسې منظور هم چې هره خبره کوي، حتماً د یوې لویې موخې برخه وي. دی دلته ډېر واضح په دری ژبه د «مشترک وطن» اصطلاح بیانوي او په ټینګار سره وايي چې موږ «هر ډول» مبارزې ته تیار یو.
یو بل څه چې هم ډېر مهم ذکر ورسره کوي، هغه دا دي چې وایي ستاسې «د غوښتني مطابق». مانا غږ به ستاسې لخوا وي چې هر وخت یي کوئ. (دلته منظور په غیر مستقیم ډول اشاره کوي چې د ګډ وطن یا په بله اصطلاح، د لوی افغانستان جوړولو لپاره لومړی د کابل غږ او اراده شرط ده. او دا بلکل واقعي او منطقي خبره ده. که کابل راپورته نه شي، که کابل لېوالتیا ونه لري، دا کار په یوازې ځان پښتونخوا هېڅکله نه شي ترسره کولی.)
خو دا په دې مانا نه ده چې مبارزه او په دې اړه هڅې به هم د کابل د راپورته کېدو تر ورځې پورې ځنډېدلي وي. نا، هڅې به روانې وي، «ترتیب» به برابریږي او چې کله هم موقع راځي، دا پلان به عملي کیږي. د بنګلهدیش او پاکستان ترمنځ د جګړې پر مهال، که څه هم افغانستان ته د دې کار موقع وه، خو دا چې ولسونه له ذهني لحاظه او د وخت حکومت په عملي توګه چمتو نه و، هغه موقع مېس شوه. اما دا ځل چې منظور را پيدا شوی او په خورا تدبیر او منظم ډول لګیا دی او په دې اړه د ولسونو ذهنیت سازي کوي، نو ان شاءالله که بیا ځل هغسې یوه موقع راځي، له لاسه به نه وځي.
بناً، د دغو قومونو هغه مليګرا او ملي فکر لرونکي وګړي چې د افغانستان پر طبیعي جغرافیه باور لري، باید د منظور پښتین پر خبرو ژور غور وکړي او د هغه دریځ ته د پښتنو د نورو رهبرانو په پرتله چې په وروستیو لسیزو کې یې مشري کړې، له یوه بېل نظره وګوري.
شونې ده چې دا ابدالي ملنګ په یو ملي زعیم بدل شي!
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

