د فرانسې په لورد ښار کې ۲۸ کلن افغان کډوال اولخان د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تور نیول شوی او له جولای درېیمې راهیسې په توقیف کې دی.
د فرانسوي چارواکو په وینا، شک کېږي چې نوموړي د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې په پټه افغانستان ته سفر کړی، له طالبانو سره یې اړیکې نیولي او د وسلو او پوځي روزنې هڅه یې کړې ده. څېړونکي وايي، هغه د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې بېرته فرانسې ته ستون شوی دی.
چارواکي وايي، د هغه په ټلیفون کې داسې انځورونه او ویډیوګانې موندل شوي چې نوموړی په کې له وسلو، د طالبانو د حکومت له بیرغ او پوځي جامو سره ښکاري. د تخنیکي معلوماتو له مخې، په یوه انځور کې اول خان د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۷مه په ننګرهار کې له کلاشینکوف او مهماتو سره لیدل کېږي. د هغه له ټولنیزو رسنیو هم د حقاني شبکې او تحریک طالبان پاکستان د ستاینې اړوند مطالب موندل شوي دي.
خو اولخان دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې افغانستان ته نه، بلکې ایران ته تللی و. د هغه وکیلان هم وايي چې د افغانستان اړوند انځورونه د ترهګریز فعالیت د قصد د ثابتولو لپاره کافي شواهد نه دي.
د فرانسوي چارواکو په وینا، د هغه د موبایل تخنیکي معلومات افغانستان ته د سفر احتمال پیاوړی کوي او څېړنې لا هم روانې دي.

