د بغلان د تالهوبرفک ولسوالۍ په دیوالک سیمه کې د کرنیزو اوبو د کارولو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ وسلهواله نښته شوې چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د تالهوبرفک ولسوالۍ د طالبانو امنیه قوماندان اسماعیل ایوبي وايي، د نښتې لامل د شخصي دښمنۍ ترڅنګ د کرنیزو اوبو پر سر اختلاف و.
د امنیه قوماندانۍ په وینا، په نښته کې ښکېل کسان له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي او تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

