د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په نړیوال کرکټ کې خپلې ۴۵۰۰ منډې بشپړې کړې.
ځدراڼ په خپله ۱۲۶مه نړیواله پاڼۍ کې دغه ریکارډ ته ورسېد او له دې سره د افغانستان پنځم توپوهونکی شو چې په نړیوال کرکټ کې ۴۵۰۰ منډې پوره کوي.
تر ابراهیم مخکې محمد نبي، رحمت شاه، محمد شهزاد او رحمنالله ګربز یادې اندازه منډې ترسره کې دي.
ځدراڼ تر اوسه د نږدې ۴۰ منډو په اوسط او د ۷ سلیزو او ۳۰ نیمهسلیزو په مرسته په نړیوال کرکټ کې ۴۵۰۰ منډې کړې دي.

