پنجشنبه, اگست 13, 2026
Homeبشري حقونهعراقچي: فرانسه دې نړۍ ته د بشري حقونو درس ورکول بس کړي

عراقچي: فرانسه دې نړۍ ته د بشري حقونو درس ورکول بس کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو هغه نیوکې رد کړې چې د ایران د اعتراض کوونکو د اعدامونو په اړه یې کړې دي.

عراقچي ویلي، فرانسه او نور لوېدیځ هېوادونه باید نړۍ ته د بشري حقونو او نړیوال قانون درس ورکول بس کړي، ځکه د ده په وینا، په غزه کې د اسرائیل د اقداماتو ملاتړ او پر ایران د بریدونو ملاتړ د دوی ادعا شوی اخلاقي اعتبار له منځه وړی دی.

عراقچي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې اروپايي ټولنې او ۲۶ نورو هېوادونو د ایران له خوا د اعتراض کوونکو اعدامونه وغندل او له تهران یې وغوښتل چې د بشري حقونو د درناوي لپاره عملي ګامونه واخلي، د اعدام سزا ودروي او په خپلسري ډول نیول شوي کسان خوشې کړي. 

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here