جمعه, سپتمبر 25, 2026
Homeافغانستانډیوه پتنګ شهباز شریف ته: ترهګر وساتئ، بیا یې نړۍ ته صادر...

ډیوه پتنګ شهباز شریف ته: ترهګر وساتئ، بیا یې نړۍ ته صادر کړئ او د مبارزې کریډیټ واخلئ

ټولنیزې او سیاسي فعالې ډیوه پتنګ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د ترهګرۍ په اړه څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

پتنګ په یوه ټویټ کې شهبار شریف ته په خطاب د پاکستان د ترهګرۍ د مبارزې پر تګلارې نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «ترهګر وساتئ، بیا یې نړۍ ته صادر کړئ او وروسته د هغوی پر وړاندې د مبارزې کریډیټ واخلئ، څو وښایئ چې نړۍ خوندي کوئ.»

ډیوه پتنګ دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح کوي چې شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په غونډه کې ویلي وو، پاکستان له دوو لسیزو راهیسې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او په دې برخه کې یې درانه انساني او اقتصادي زیانونه زغملي دي.

هغه ادعا کړې وه چې پاکستان د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره لویې قربانۍ ورکړې دي او که ترهګر د دوی له خوا مهار او ورسره مبارزه نه وای شوې، نو اوس به د نیویارک او لندن په واټونو او د ختیځ لېرې سیمو کې ګرځېدل.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here