پاکستاني رژیم نن سهار وخته درې بجې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د نور محمد په نوم د یوه ملکي وګړي په کور هوایي برید کړی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې د دوه ښځو په ګډون درې ملکي وګړي شهیدان شوي او د یو ماشوم په ګډون ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په نښه شوی کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی.
په ورته مهال پاکستاني رژیم د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې هم هوایي بریدونه کړي چې ویل کیږي په کې یو خالي کور او یو پخوانۍ هټۍ لګېدلې ده خو د مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

