دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeافغانستانحامد کرزي پر کنړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او...

حامد کرزي پر کنړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او د افغانستان له حاکمیت یې سرغړونه وبلله

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کنړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه چې په کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، وغندل.

کرزي دغه بریدونه د افغانستان له حاکمیت «سرغړونه» بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. نوموړي ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله هم کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، د پاکستان اوسنۍ امنیتي ستونزې د افغانستان په اړه د یاد هېواد د ناسمو سیاستونو پایله ده او له اسلام‌اباده یې غوښتي چې په خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي.

کرزي ټینګار کړی چې پاکستان باید له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او د نېکو او متمدنو اړیکو لاره خپله کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here