د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان نن په لاهور کې د پولیسو له لوري نیول شوې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د لاهور د ولسوالۍ ادارې په یوه خبرتیا کې ویلي چې علیمه خان د عامه نظم د ساتنې قانون (MPO) له مخې د ۳۰ ورځو لپاره زندان ته لېږل شوې ده.
د ولسوالۍ ادارې ادعا کړې چې د استخباراتي معلوماتو له مخې، په عامه ځایونو کې د هغې شتون د عامه خوندیتوب لپاره جدي ګواښ رامنځته کولی شي.
د علیمه خان نیول کېدل د تحریک انصاف له هغه پلان شوي لاریون یوه اوونۍ مخکې شوي چې ټاکل شوې د سپتمبر په ۲۷مه اسلاماباد ته ترسره شي.

