د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له امریکايي خبریال بریټ بایر سره په مرکه کې ویلي چې ایران جګړه نه ده انتخاب کړې، بلکې جګړه پر دغه هېواد تحمیل شوې ده.
پزشکیان ویلي، ایران جګړه نه غواړي، خو د بریدونو پر وړاندې به له ځانه دفاع وکړي او که جګړه دوام وکړي، تهران به خپل ځواب ورکړي. هغه زیاته کړې چې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه پرېکړه د امریکا په لاس کې ده.
د ایران ولسمشر د اټومي وسلو په اړه هم ویلي چې هېواد یې د اټومي بم د جوړولو هڅه نه کوي.
نوموړي څرګنده کړې چې تهران چمتو دی د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو زیرمه رقیق کړي او د نړیوالو قوانینو او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون له مخې خپل مکلفیتونه عملي کړي.

