د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د هرمز تنګي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د یوې هوکړې د ترلاسه کېدو احتمال نږدې شوی او ټاکل شوې له ایران سره مذاکرات پیل شي.
ټرمپ د «ایر فورس ون» الوتکې کې خبریالانو ته ویلي، امریکا د ایران پر ضد د یوه پراخ پوځي برید لپاره بشپړ چمتووالی درلود، خو د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په غوښتنه یې دغه برید وځنډاوه.
هغه ادعا کړې چې پلان شوی برید به له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ستر پوځي عملیات وای، خو د سیمې متحدینو د پوځي اقدام پر ځای د خبرو او هوکړې ملاتړ وکړ.
د ټرمپ په وینا، مذاکرات به زر پیل شي او د هرمز تنګي د وضعیت ترڅنګ به د ایران د اټومي پروګرام د غیر اټومي کېدو موضوع هم په کې شامله وي.
هغه زیاته کړه چې د سعودي مشرتابه ورته ویلي، د پوځي برید پر ځای سیاسي هوکړه غوره ده، ځکه جګړه کولی شي د سیمې لپاره پراخې امنیتي او بشري ستونزې رامنځته کړي.

