د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره روانې خبرې مثبت لوري ته روانې دي او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه لوري به مطلوبو پایلو ته ورسېږي.
ټرمپ دا څرګندونې له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.
هغه د امریکا د کورنیو سیاسي حالاتو په اړه هم خبرې کړي او د دیموکرات ګوند د لومړنیو ټاکنو پایلو ته په اشارې سره یې پر خپلو سیاسي مخالفانو سختې نیوکې کړې دي.
د نوموړي په وینا، سوسیالیزم به امریکا له جدي ستونزو سره مخ کړي.
ټرمپ دیموکراتان هم په تندو ټکو یاد کړي او هغوی یې «ناپاک او چټل» بللي دي.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال مطرح کوي چې په امریکا کې سیاسي سیالۍ ورځ تر بلې تودېږي او د راتلونکو ټاکنیزو رقابتونو لپاره د دواړو لویو ګوندونو فعالیتونه پراخ شوي دي.

