پنجشنبه, اکتوبر 8, 2026
Homeاقتصادنړیوال بانک: په پاکستان کې فقر زیات شوی

نړیوال بانک: په پاکستان کې فقر زیات شوی

نړیوال بانک وايي، په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه په وروستیو کلونو کې بېرته لوړه شوې او اقتصادي ستونزو د میلیونونو خلکو پر ژوند فشار زیات کړی دی.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د فقر د زیاتېدو له مهمو لاملونو لوړ انفلاسیون، اقتصادي ټکانونه، کمزورې اقتصادي وده، د کار بازار ستونزې او د سېلابونو په څېر طبیعي افتونه دي.

بلخوا، پاکستاني خبریال حمید میر د نړیوال بانک د راپور په حواله ویلي چې پاکستان د سیمې له هغو هېوادونو دی چې بېوزلي په کې د پام وړ زیاته شوې ده.

هغه ادعا کړې چې د سیمې ۴۸ سلنه تر ټولو بېوزله خلک په پاکستان کې ژوند کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here