د طالبانو مشر هبت الله اخوند زاده په یوه ناسته کې د لوړو زدهکړو وزارت له چارواکو، دیني عالمانو او د دولتي پوهنتونونو له رییسانو سره پر ښوونیزو او روزنیزو مسایلو خبرې کړي دي.
هبت الله د پوهنتونونو مسوولینو ته ویلي چې د هېواد د راتلونکي نسل په روزنه کې مهم مسؤلیت لري او باید د زدهکړیالانو د هر اړخیزې او معیاري زدهکړې لپاره لا ډېر تمرکز وکړي.
په ناسته کې پر دې هم ټینګار شوی چې دیني عالمان د دیني ارزښتونو د ساتنې، د ټولنې د اصلاح او خلکو ته د زدهکړو په برخه کې ځانګړی مسؤلیت لري.
د طالبانو مشر له دولتي چارواکو غوښتي چې په خپلو دندو کې له غفلت ډډه وکړي او د دوی په وینا، د اسلامي نظام د ټینګښت او پایښت لپاره هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم هم تېره ورځ کندهار ته د سفر پر مهال په یوه غونډه کې ویلي چې هڅه کوي د افغانستان ټول پوهنتونونه دینداره کړي او په وینا یې ټولنه دیندارۍ ته اړتیا لري.

