د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د شوي دفاعي تړون په اړه ناخبره ښکاري، نوموړي د عملي څرنګوالي او جزیاتو په اړه وضاحت غوښتی دی.
خواجه اصف ویلي، په تړون کې باید روښانه شي چې د درېیو هېوادونو پر یوه غړي د برید په صورت کې د نورو هېوادونو مسؤلیت څه دی او دوی به په عملي توګه څه ډول ملاتړ کوي.
هغه همداراز ویلي، د تړون په متن کې باید د هغو وسلهوالو ډلو موضوع هم روښانه شوې وي چې یو هېواد یې ترهګر بولي، خو بل هېواد یې «شتمني» ګڼي.
اصف ټینګار کړی چې ټول اسلامي هېوادونه باید د دې ډول مسئلو په اړه ګډ درک ولري او په تړون کې باید د احتمالي شخړو پر مهال د درېیو هېوادونو د غبرګون څرنګوالی هم مشخص شوی وي.

