د پاکستان پخواني لوړ پوړي چارواکي شهباز ګېل ویلي، پاکستان له امریکا د ۱۰ میلیارد ډالرو او له سعودي عربستان د شاوخوا ۱۵ میلیارد ډالرو د ترلاسه کولو هڅې کوي.
ګېل ویلي، امریکا مالي او پوځي امکانات لري، خو نه غواړي خپل سرتېري یې د نورو هېوادونو په جګړو کې ووژل شي، په داسې حال کې چې سعودي عربستان هم مالي امکانات او د تېلو زیرمې لري، خو د جګړو لپاره کافي بشري ځواک نه لري.
د هغه په وینا، پاکستان که څه هم د تېلو او مالي سرچینو له کمښت سره مخ دی، خو لوی نفوس لري او ښايي خپل کسان د بهرنیو جګړو او پولو لپاره ولېږي.
ګېل ټینګار کړی چې د پاکستان لپاره د بهرنیو هېوادونو مالي مرستې باید د هېواد د خلکو د قربانولو په بدل کې نه وي.

