د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د شوي دفاعي تړون هرکلی کړی او له نورو اسلامي هېوادونو یې غوښتي چې په دغه تړون کې ګډون وکړي.
فضل الرحمن ویلي، دغه دفاعي هوکړه د اسلامي نړۍ د یووالي پر لور مهم ګام دی.
نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي هېوادونو د یوې ګډې دفاعي قوې جوړول له اوږدې مودې راهیسې د ده هیله وه او د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ نوی تړون کولی شي د دې هدف لپاره زمینه برابره کړي.

