د نږدې لسو میاشتو د سوداګریز بندښت او د دواړو هېوادونو د سوداګرو له درنو زیانونو وروسته، پاکستان د افغانستان پر وړاندې د تړلو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو د بېرته پرانیستلو پرېکړه کړې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا موضوع د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د حکومتي چارواکو او سوداګرو په ګډه غونډه کې بحث شوې ده.
په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لېرې کولو او د ټرانزیټ د اسانتیا لپاره پر عملي لارو چارو بحث شوی او ټینګار شوی چې د بندرونو او ترانزیټي مسیرونو فعالېدل به د سوداګرو ستونزې راکمې کړي.
د لارو د بیا پرانیستلو پرېکړه داسې مهال کېږي چې د اوږدمهاله بندښت له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز فعالیتونه اغېزمن شوي او سوداګرو له پراخو مالي زیانونو شکایت کړی دی.

