نن د کابل په کوربتوب په ایوبي کرکټ لوبغالي کې د کابل غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ د شپږو لوبډلو «پامیر ستورو، شمشاد بازانو، کابل زلمو، اباسین ساتونکو، بند امیر او سپین غر واریرز» ترمنځ پیل شوې.
لومړۍ لوبه د شمشاد بازانو او پامیر ستورو ترمنځ ترسره شوه چې په کې پامیر ستورو سیالې لوبډلې ته د ۱۱۶ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
دویمه لوبه دا مهال د اباسین ساتونکو او کابل زلمو لوبډلو ترمنځ روانه ده.
دا سیالۍ به د اګسټ تر ۲۱مې دوام وکړي او په لړ کې به یې ټولې ۱۹ لوبې ترسره شي.

