جمعه, اگست 14, 2026
Homeکورپاڼهروسیه: پر یمن دې سمندري او ځمکنۍ محاصره سمدستي پای ته ورسول...

روسیه: پر یمن دې سمندري او ځمکنۍ محاصره سمدستي پای ته ورسول شي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازې یولیا ژدانوا د یمن پر وړاندې د سمندري او ځمکنۍ محاصرې د بشپړ لېرې کېدو غوښتنه کړې او د دغه هېواد د کړکېچ د زیاتېدو پړه یې پر امریکا او اسرائیل اچولې ده.

ژدانوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې یمن ته د خوړو، درملو او اړینو توکو د رسولو ټول محدودیتونه باید لېرې شي.

هغې ویلي، د یمن د سولې په بهیر کې اوږدمهاله ځنډ حوثیان دې ته اړ کړي چې د امریکا او اسرائیل له لوري پیل شوې سیمه‌ییزې مقابلې ته ورګډ شي.

د روسیې استازې د یمن د سولې د خبرو د سمدستي بیا پیل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د دغه هېواد د کړکېچ سیاسي حل یوازې د خبرو له لارې ممکن دی؛ داسې خبرې چې د حوثیانو په ګډون د یمن د ټولو مهمو سیاسي ډلو عادلانه ګټې په پام کې ونیسي.

روسیې تر دې مخکې هم د یمن او سره سمندرګي د کړکېچ د زر کمېدو او د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د یوه دوامدار ټول‌هېوادني سیاسي بهیر پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here