د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له امریکا سره د اسلاماباد د تفاهملیک د بشپړ عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا د پرمختګ «یوازنۍ لار» ده.
ډار دا څرګندونې په اسلاماباد کې د امریکا له شارژدافیرې ناتالي بیکر سره په لیدنه کې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د پاکستان او امریکا پر دوهاړخیزو همکاریو او وروستیو سیمهییزو تحولاتو خبرې شوې دي.
ډار د پاکستان او امریکا د اړیکو د مثبت لوري هرکلی کړی او د دوامدارې سولې لپاره یې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، د جون پر ۱۸مه لاسلیک شوی د اسلاماباد تفاهملیک باید «په بشپړ ډول او د هغه له متن او روحیې سره سم» عملي شي.
د امریکا شارژدافیرې هم د سیمهییزې سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان د «رغنده رول» ستاینه کړې ده.

