جمعه, اگست 14, 2026
Homeاقتصادد ایران سمندري محاصرې د تېلو بیې نورې هم لوړې کړې

د ایران سمندري محاصرې د تېلو بیې نورې هم لوړې کړې

د ایران پر وړاندې د امریکا د نامعلومې مودې سمندري محاصرې له ګواښ وروسته د نړیوال بازار د خامو تېلو بیې شاوخوا یو سلنه لوړې شوې دي.
د برنټ تېلو بیه ۹۰ سنټه لوړه شوې او هر بېرل یې ۸۷.۹۷ ډالرو ته رسېدلی. په ورته وخت، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ تېلو بیه هم ۹۱ سنټه لوړه شوې او هر بېرل یې ۸۲.۱۶ ډالرو ته ورسېد.

د تېلو دواړو مهمو شاخصونو د اوونۍ په کچه د شاوخوا ۴ سلنې لوړوالي تمه ښودلې، سره له دې چې د تېرې معاملې په ورځ یې بیې له دوه سلنې ډېرې راټیټې شوې وې.

د بازار شنونکي وايي، د ایران پر وړاندې د امریکا د سمندري محاصرې ګواښ د خامو تېلو د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي او د سیمې پراخ جیوپولیټیک وضعیت د تېلو د بیو د لا ډېرېدو لامل شوی دی.

د ایران پر وړاندې د امریکا د احتمالي اوږدمهاله سمندري محاصرې دوام په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د وضعیت له امله د نړۍ د انرژۍ د عرضې په اړه اندېښنې زیاتوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here