جمعه, اگست 14, 2026
Homeافغانستانخلیلزاد: له امریکا سره د اړیکو ښه کېدل نړیوالې ټولنې کې د...

خلیلزاد: له امریکا سره د اړیکو ښه کېدل نړیوالې ټولنې کې د افغانستان د بیا ادغام لپاره مهم دي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له امریکا سره د اړیکو ښه کول نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ورګډېدو لپاره مهم دي.

خلیلزاد د متحده عربي اماراتو له «نشنل نیوز» سره په خبرو کې ویلي، امریکا باید له افغانستان سره خپل تعامل پراخ کړي، ځکه افغانستان ته شا اړول په یوه ستراتیژیک مهم موقعیت کې تشه رامنځته کوي چې د امریکا سیالان او ترهګر یې د ډکولو هڅه کولی شي.

هغه د افغانستان پر وړاندې درې مهمې ننګونې یادې کړي:« د درېیو امریکايي وګړو برخلیک، د افغانستان په اړه د امریکا د شاوخوا ۲۰ کلنې پانګونې او هڅو د پایلې له امله رامنځته شوې ناامیدي او د طالبانو هغه پالیسۍ چې د اړیکو د ښه کېدو پر وړاندې خنډ دي.»

خلیلزاد په ځانګړي ډول د نجونو پر زده‌کړو په لګېدلو محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه محدودیتونه یوازې له اخلاقي پلوه ناسم نه دي، بلکې له ټولنیز پلوه هم «لنډمهاله لیدلوری او له هوښیارۍ لېرې سیاست» دی.

نوموړي همداراز ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ځینو برخو کې تر تمې ښه وضعیت لري او د زیربناوو، کرنې او له مرکزي اسیا، په ځانګړي ډول ازبکستان، سره د سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ په برخه کې یې د طالبانو فعالیتونه مثبت بللي دي.

خو زلمي خلیلزاد له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو چټک خرابوالی او د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام لپاره د روښانه نقشې نشتوالی «د مایوسۍ وړ» بللی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here