په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې په کندهار، پکتیا او خوست کې یې د بېګناه افغانانو د وژلو ترڅنګ د افغانستان ملي حاکمیت نقض کړی دی.
مشعل په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې هېڅ امنیتي اندېښنه یا پلمه د نړیوالو اصولو له مخې د دغو بریدونو توجیه نه شي کېدای.
هغه ادعا کړې چې د پاکستان د اوسنیو ناامنیو یوه برخه د شاوخوا پنځو لسیزو د دوهګوني سیاستونو پایله ده او زیاته کړې یې ده چې پاکستان باید له افغانستان سره د صادقانه خبرو او د شویو هوکړو د عملي کولو لاره غوره کړي.
مشعل ویلي، افغانستان له بېثباته پاکستان څخه ګټه نه اخلي، خو افغانان به د فشار پر وړاندې سر ټیټ نه کړي او د بېګناه خلکو وینه به هېره نه کړي.

