د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د افغانستان وضعیت او د سیمې امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
شهباز شریف ویلي، پاکستان د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د «زیاتېدونکي ګواښ» په اړه اندېښمن دی او ټینګار یې کړی چې د سیمهییزو ستونزو د حل لپاره باید خبرو او ډیپلوماسۍ ته دوام ورکړل شي.
د پاکستان لومړي وزیر دغه څرګندونې په داسې مهال کړې چې اسلاماباد په وروستیو ورځو کې پر کابل تور لګولی چې د پاکستان پر وړاندې د فعالیت کوونکو وسلهوالو ډلو مخه نه نیسي؛ خو د طالبانو حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

