د ۱۹۹۳ کال د جولای ۱۸مه د پاکستان په سیاسي تاریخ کې له هغو ورځو څخه ګڼل کېږي چې د هېواد د واک تر ټولو لوړې څوکۍ یې له بېساري کړکېچ سره مخ کړې.
په همدې ورځ د پاکستان ولسمشر غلام اسحاق خان او لومړي وزیر نواز شریف، چې د څو میاشتو راهیسې یې سختو سیاسي اختلافاتو دوام درلود، دواړو خپلې دندې پرېښودې او د هېواد لپاره د نوي سیاسي پړاو دروازې پرانیستل شوې.
د هغه وخت پخواني لوړپوړي دولتي چارواکي رویداد خان په خپل کتاب «Pakistan: A Dream Gone Sour» کې د دې تاریخي ورځې حال داسې بیانوي چې کله د ولسمشر دفتر ته ننوت، داسې یې احساس کاوه لکه د یوه هېواد ولسمشر او لومړی وزیر نه، بلکې د دوو دښمنو هېوادونو مشران د خبرو مېز ته ناست وي.
د هغه په وینا، د ولسمشرۍ ماڼۍ فضا له شدید تاوتریخوالي، متقابلو تورونو او ژورې بېباورۍ ډکه وه.
نوموړی لیکي چې تر ټولو خواشینوونکې خبره دا وه چې دغه لفظي شخړه د پوځ د لوړپوړو چارواکو په حضور کې روانه وه.
په دې مهمه غونډه کې د پوځ مشر جنرال عبدالوحید کاکړ، د راولپنډۍ د قول اردو قوماندان جنرال غلام محمد او د استخباراتو (ISI) مشر جنرال جاوېد اشرف قاضي هم موجود وو.
د نواز شریف ترڅنګ متقاعد جنرال عبدالمجید ملک ناست و او د لومړي وزیر په استازیتوب یې ډېری خبرې کولې.
رویداد خان لیکي چې د دواړو مشرانو ترمنځ د باور فضا له منځه تللې وه او هېڅ لوری د بل خبرو ته چمتو نه و.
کړکېچ څنګه پیل شو؟
د ۱۹۹۰ کال له ټاکنو وروسته نواز شریف د لومړي وزیر په توګه واک ته ورسېد، خو ډېر ژر یې له ولسمشر غلام اسحاق خان سره اختلافات پیل شول.
دواړو د واک پر حدودو، د حکومت پر پرېکړو او د اساسي قانون د واکونو پر سر سخت اختلافات لرل.
کړکېچ هغه مهال اوج ته ورسېد چې د ۱۹۹۳ کال د اپرېل په ۱۸مه ولسمشر غلام اسحاق خان د اساسي قانون د ۵۸(۲)(ب) مادې له مخې د نواز شریف حکومت ړنګ کړ، ملي شورا یې منحل کړه او نوی موقت حکومت یې اعلان کړ.
خو نواز شریف دا پرېکړه سترې محکمې ته یوړه، او سترې محکمې د مې په ۲۶مه د ولسمشر اقدام غیرقانوني وباله.
محکمې نواز شریف بېرته د لومړي وزیر په توګه پر دنده وګوماره او ملي شورا یې هم بېرته فعاله کړه.
سره له دې، د ولسمشر او لومړي وزیر ترمنځ سیاسي ټکر پای ته ونه رسېد او هېواد له اداري فلج، سیاسي بېثباتۍ او دوامداره شخړو سره مخ شو.
د پوځ منځګړیتوب
کله چې سیاسي وضعیت لا پسې خراب شو، د پوځ مشر جنرال عبدالوحید کاکړ د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې.
د بېلابېلو روایتونو له مخې، پوځ دې پایلې ته رسېدلی و چې د هېواد د ثبات لپاره باید دواړه مشران له واکه لاس واخلي.
له څو ورځو سختو خبرو وروسته، د ۱۹۹۳ کال د جولای په ۱۸مه ولسمشر غلام اسحاق خان او لومړي وزیر نواز شریف دواړو استعفاوې اعلان کړې.
دغه پرېکړه وروسته د پاکستان په سیاسي تاریخ کې د «کاکړ فارمولا» په نوم مشهوره شوه؛ ځکه د پوځ مشر جنرال عبدالوحید کاکړ د کړکېچ په حل کې مهم رول لوبولی و.
لنډمهالی حکومت او نوې ټاکنې
د دواړو مشرانو له استعفاوو وروسته، د سنا مشر وسیم سجاد د سرپرست ولسمشر په توګه وټاکل شو او معین قریشي د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه د بېطرفه حکومت مشري پر غاړه واخیسته.
دغه حکومت عمومي ټاکنې ترسره کړې او د ۱۹۹۳ کال په پای کې بېنظیر بوټو دویم ځل د پاکستان د لومړۍ وزیرې په توګه واک ته ورسېده.
تاریخي اهمیت
د ۱۹۹۳ کال سیاسي کړکېچ د پاکستان د سیاسي نظام یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي، ځکه دا لومړی ځل و چې د هېواد ولسمشر او لومړی وزیر دواړه په یوه ورځ له واکه لرې شول.
بل لورته سیاسي شنونکي باور لري چې دې پېښې د پاکستان په سیاست کې د اساسي قانون، ملکي ادارو او پوځ ترمنځ د واک د توازن په اړه اوږدمهاله بحثونه رامنځته کړل، چې اغېزې یې د هېواد پر راتلونکو سیاسي تحولاتو هم څرګندې پاتې شوې.

