د مکسیکو لس کلن ماشوم ډېوېډ کاماچو فلورس، چې په ټولنیزو شبکو کې ځان «ډېوېډ ډاوینچي» بولي، د خپلې لوړې ذهني وړتیا له امله د نړۍ پام ځان ته اړولی دی.
د راپورونو له مخې، د ډېوېډ د هوښیارۍ کچه (IQ) ۱۶۲ ده، چې د لوړ ذهني استعداد له معیار څخه ډېره لوړه بلل کېږي؛ خو خپله ډېوېډ نه غواړي چې یوازې د «نابغه ماشوم» په نوم وپېژندل شي.
هغه وايي: «نابغه هغه څوک نه دی چې یوازې هوښیار وي، بلکې هغه څوک دی چې په ژوند کې لوی کارونه ترسره کړي.»
ډېوېډ وايي چې د مشهور ایټالوي هنرمند او ساینسپوه لیوناردو ډاوینچي له فکرونو الهام اخلي، ځکه د هغه په څېر غواړي ساینس، ټکنالوژي، هنر، ریاضیات او انساني علوم سره یوځای کړي.
دغه ماشوم، چې د مکسیکو د کرتارو ښار اوسېدونکی دی، په څو ژبو خبرې کوي او د نړیوالو تعلیمي پروګرامونو له لارې زده کړې کوي.
هغه تر دې وړاندې د امریکا د فضايي ادارې (NASA) د فضایي روزنې په یوه پروګرام کې هم ګډون کړی دی.
ډېوېډ وايي چې غواړي په راتلونکې کې په فضا کې لومړنۍ جراحي ترسره کړي، د ټکنالوژۍ په برخه کې لوی شرکت جوړ کړي او د بشریت لپاره ګټور کارونه وکړي.
هغه وایي: «زما ټول ژوند لا مخکې دی، زه غواړم خپل استعداد د ماشومانو د ژوند د ښه کولو او د انسانیت د پرمختګ لپاره وکاروم.»
د هغه مور کلودیا فلورس وايي، د زوی ځانګړې وړتیاوې هغه وخت ورته څرګندې شوې چې ډېوېډ په کم عمر کې ډېرې سندرې حفظ کړې او د نورو ماشومانو په پرتله یې په چټکۍ زده کړه کوله.
خو د دې وړتیاوو له امله د هغه ژوند تل اسانه نه و.
ډېوېډ وايي چې په ښوونځي کې ځینو ماشومانو د هغه د زیاتې پوهې له امله ځورولی و، ځکه هغوی نه پوهېدل چې یو نوی زده کوونکی څنګه له دوی ډېر معلومات لري.
د همدې تجربې له امله هغه د «ماکایوس» په نوم د یوه اپلیکېشن د جوړولو هڅه کړې، چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ماشومانو ته د احساساتو د کنټرول او ټولنیزو مهارتونو په زده کړه کې مرسته کوي.
ډېوېډ ټینګار کوي چې لوړ استعداد لرونکي ماشومان باید یوازې د عجیب یا غیر معمولي کسانو په توګه ونه لیدل شي.
هغه وايي: «موږ د بلې سیارې مخلوقات نه یو، موږ یوازې لوړې وړتیاوې لرو، خو بیا هم ماشومان یو.»
د هغه په باور، په نړۍ کې ډېر داسې ماشومان شته چې ځانګړې وړتیاوې لري، خو د مناسب ملاتړ او لارښوونې د نشتوالي له امله خپل استعداد نه شي کارولی.
ډېوېډ اوس هم د خپل عمر عادي ژوند کوي؛ لوبې کوي، پارک ته ځي او د ماشومانو له فعالیتونو خوند اخلي.
هغه په خندا وايي: «خلک فکر کوي زه داسې ماشوم یم چې د لویانو په څېر ژوند کوم، خو زه هم د ماشومانو کارونه کوم او هم ځینې د لویانو کارونه.»
د ده وروستۍ ټوکه دا وه: کله چې ترې وپوښتل شول چې ذهن یې تل فعال ښکاري، هغه وویل: «دا ذهن نه دی، دا د کوانټم کمپیوټر دی.»

