راپورونه وايي، د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ اړوند د پسني ښار کې د پاکستان د ساحلي ګارد پر یوه پوځي کمپ تېره شپه د وسلوالو کسانو برید شوی دی.
ځايي سرچینې وایي، بریدګرو نن سهار یو ځل بیا هماغه کمپ په نښه کړی او دویم برید یې ترسره کړی دی.
د سرچینو په وینا، د دغو دوو پرلهپسې بریدونو له امله د پاکستان د ساحلي ګارد ځواکونو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي؛ خو د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دی روښانه شوی.
تر اوسه د بریدونو د عاملانو د هویت، د اوښتو زیانونو د کچې او د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
پاکستاني چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

