راپورونه وايي، د پاکستان پوځ جنګي چورلکو پرون د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ د کَهدکوچه، کند عمراني سیمې یو جومات او دیني مدرسه بمبار کړي دي.
ځايي سرچینې وایي، هوايي برید شاوخوا یو ساعت دوام کړی، چې له امله یې د جومات او مدرسې ودانیو ته سخت زیان اوښتی دی.
د سرچینو په وینا، د بمبارۍ پر مهال په جومات کې د قرآن کریم څو نسخې هم زیانمنې شوې دي.
تر اوسه د دې برید د احتمالي مرګژوبلې، د اوښتو زیانونو او د برید د لامل په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

