شنبه, جولای 18, 2026
Homeافغانستانله محدودیتونو سره سره؛ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو...

له محدودیتونو سره سره؛ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو شمېر په بې‌ساري ډول لوړ شوی

سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او د کار پر ګڼو برخو محدودیتونه لا هم پر خپل ځای دي، تازه شمېرې ښيي چې ښځو د اقتصادي خپلواکۍ لپاره سوداګرۍ ته مخه کړې او په وروستیو کلونو کې یې د سوداګریزو جوازونو شمېر د پام وړ لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي، دا مهال په افغانستان کې له لس زرو څخه ډېرې ښځې رسمي سوداګریز جوازونه لري چې دا شمېر د تېرو پنځو کلونو په پرتله لس چنده زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، سربېره پر دې شاوخوا ۱۲۰ زره نورې ښځې هم، که څه هم رسمي جوازونه نه لري، خو په بېلابېلو برخو کې سوداګریز فعالیتونه ترسره کوي.

د دې ادارې په وینا، کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ د ډېرو افغان ښځو لپاره د عاید تر ټولو مهمه سرچینه ګرځېدلې ده، ځکه ګڼو ښځو د محدودو کاري فرصتونو په شرایطو کې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره شخصي کاروبارونه پیل کړي دي.

یادې ادارې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له ۹۰ زرو څخه د ډېرو کوچنیو، منځنیو او وړو سوداګریزو بنسټونو ملاتړ کړی او د مالي مرستو، تجهیزاتو، روزنې او سوداګریزو خدمتونو له لارې یې د ښځو د اقتصادي ګډون د پیاوړتیا هڅه کړې ده.

دغې ادارې همداراز ټینګار کړی چې د اسلامي مالي خدمتونو، ډیجیټلي تادیاتو او ښځینه متشبثینو ته د ځانګړو مالي اسانتیاوو پراختیا به د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهمه ونډه ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here