ژباړه: حماسه میډیا
پاکستان د تېرو څو لسیزو تر ټولو ستر پوځي جوړښتي بدلون د بشپړولو په لور یو بل مهم ګام پورته کړ او تېره اوونۍ یې د نوي جوړ شوي ملي ستراتیژیک قوماندانۍ (National Strategic Command – NSC) د لومړي قوماندان په توګه د جنرال سید عامر رضا د ټاکنې په اعلان سره دغه اداره په رسمي ډول فعاله کړه.
له دې مخکې چې جنرال عامر رضا د ملي ستراتیژیک قوماندانۍ د قوماندان په توګه وټاکل شي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هغه د څلور ستوري جنرال رتبې ته لوړ کړ. ملي ستراتیژیکه قومانداني د پاکستان د ستراتیژیکو ځواکونو ګډ عملیاتي مرکز دی چې د دغو ځواکونو د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه لري.
د راتلونکو درېیو کلونو لپاره به جنرال عامر رضا د پاکستان په پوځ کې له د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر وروسته دویم لوړپوړی پوځي افسر وي. د پوځي رتبې له مخې، هغه د استخباراتي ادارې (ISI) له عمومي رئیس څخه هم لوړ مقام لري، ځکه د آیاېسآی مشري په دودیز ډول درې ستوري لېفټننټ جنرال ته سپارل کېږي.
د ملي ستراتیژیک قوماندانۍ د قوماندان دندې رامنځته کېدل د هغو پراخو پوځي اصلاحاتو برخه ده چې د اساسي قانون د اووه ویشتم تعدیل له مخې پلي شول. دغو اصلاحاتو د اساسي قانون ۲۴۳مه ماده بدله کړه او په ۲۰۲۵ کال کې یې د پاکستان د دفاعي رهبرۍ په لوړپوړو جوړښتونو کې بنسټیز بدلونونه راوستل.
د دغو بدلونونو له مخې، د دفاعي ځواکونو د لوی قوماندان (Chief of Defense Forces) نوې دنده رامنځته شوه چې اوس یې فیلډ مارشال عاصم منیر پر غاړه لري. همدارنګه د ملي ستراتیژیک قوماندانۍ د قوماندان څوکۍ هم جوړه شوه، خو د ګډو لویو درستیزانو د کمېټې د مشر (Chairman Joint Chiefs of Staff Committee) دنده لغوه شوه.
ملي ستراتیژیکه قومانداني ولې جوړه شوه؟

د دغو اصلاحاتو موخه دا ده چې د درېواړو وسلهوالو ځواکونو ترمنځ د قوماندې پخواني موازي او تکراري جوړښتونه له منځه یوړل شي او پر ځای یې یو داسې مرکزي عملیاتي مرکز جوړ شي چې د ستراتیژیک پلان جوړونې، توغندیزو ځواکونو او اټومي عملیاتو همغږي هم د سولې او هم د جګړې پر مهال په واحد ډول ترسره کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د اټومي قوماندې نظام پر درېیو بنسټونو ولاړ و: ملي قومانده اداره (National Command Authority – NCA) چې مشري یې لومړی وزیر کوي او د اټومي پالیسۍ او د هغې د کارولو وروستۍ پرېکړه کوي؛ د ستراتیژیکو پلانونو څانګه (Strategic Plans Division – SPD) چې د ملي قوماندې ادارې د دارالانشا په توګه فعالیت کوي؛ او درېیمه برخه د پوځ، سمندري ځواکونو او هوايي ځواک جلا ستراتیژیکې قوماندانۍ وې چې د اټومي وسلو د لېږد او کارونې وسایل یې اداره کول.
د دغو اصلاحاتو د پلي کېدو وخت هم ځانګړی اهمیت لري، ځکه داسې ښکاري چې اساسي موخه یې د یوه داسې ګډ عملیاتي مرکز رامنځته کول دي چې وکولای شي د پوځ، سمندري ځواکونو او هوايي ځواک ترمنځ د اټومي ځواکونو، ستراتیژیکو توغندیو او اوږدمهاله پوځي پلانونو همغږي په واحد ډول پر مخ یوسي.
د پوځي چارو شنونکي باور لري چې د دې بدلونونو تر شا د تېر کال له هند سره د شخړې تجربې مهم رول لوبولی دی. په هغې جګړه کې د دودیزو ځواکونو، واټنوېشتونکو توغندیزو قطعاتو، سایبري وړتیاوو او ستراتیژیکو امکاناتو ترمنځ همغږي د پخوانیو کړکېچونو په پرتله ډېر ارزښتناک ثابت شوه.
اوسنۍ پوځي تګلاره ورځ تر بلې د څو ډګرونو پر ګډو عملیاتو (Multi-domain Operations) ولاړه ده؛ یعنې ځمکني، هوايي، سمندري، سایبري او فضايي ځواکونه باید د یوه واحد قوماندهییز جوړښت له لارې فعالیت وکړي.
داسې ښکاري چې ملي ستراتیژیکه قومانداني د همدې اړتیا د پوره کولو لپاره جوړه شوې ده، څو د پرېکړو بهیر چټک کړي، د ادارو ترمنځ دندو تکرار کم کړي او د کړکېچونو پر مهال د ځواکونو ترمنځ همغږي نوره هم پیاوړې کړي.
په حقیقت کې، جنرال عامر رضا له خپلې ترفیع وړاندې هم د دغو سازماني اصلاحاتو مشري کوله. د پوځ د راکټي ځواکونو د قوماندانۍ (Army Rocket Force Command) جوړول، چې د پاکستان د نوي ستراتیژیک جوړښت له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي، هم د هغه تر څار لاندې ترسره شوي دي.
اوس چې ملي ستراتیژیکه قومانداني په رسمي ډول فعاله شوې، پوځي څارونکي تمه لري چې په راتلونکو اوونیو کې به د وسلهوالو ځواکونو په لوړو پوړیو کې نورې ګمارنې او اداري بدلونونه هم اعلان شي، څو د پوځ د بیا رغونې بهیر بشپړ شي.
د امنیتي خطرونو شنونکي جنېد جاوېد د Türkiye Today سره په خبرو کې وویل، د ملي ستراتیژیکې قوماندانۍ جوړول یوازې یو عادي پوځي اداري بدلون نه دی. د هغه په وینا، پاکستان مخکې هم د ګډو ځواکونو قرارګاه لرله، خو د عصري جګړو د اړتیاوو په پرتله یې د ستراتیژیکو پرېکړو او عملیاتي قوماندې رول محدود و.
جاوېد زیاته کړه، د سړې جګړې له دورې وروسته د جګړې بڼه په بشپړ ډول بدله شوې ده. پخوا ستراتیژیک قومانده تر ډېره د اټومي مخنیوي او د دغو وسلو د سیاسي کنټرول لپاره وه، خو اوس مخنیوی یوازې په اټومي وسلو پورې محدود نه دی، بلکې دقیقو دودیزو بریدونو، سایبري عملیاتو، برېښنايي جګړې، مصنوعي ځیرکتیا، بېپیلوټه الوتکو، فضايي استخباراتو او پر وخت څارنې ته هم غځېدلی دی.
د هغه په وینا، یوازې د دغو وړتیاوو لرل بسنه نه کوي، بلکې دا ټول باید په یوه ګډ او منظم چوکاټ کې سره ونښلول شي. هغه وویل، د استخباراتو، پرېکړهنیونې او پوځي ځواک د اغېزو نښلول کله ناکله د وسلو له لرلو هم ډېر ارزښت لري، ځکه د جګړې د چټک بهیر پر مهال وېشلې او بېلابېلې قوماندې په خپله په یوه کمزورۍ بدلېږي.
جاوېد زیاته کړه چې د اوکراین جګړې او د اسراییل او ایران وروستۍ نښتې وښودله چې د بېلابېلو پوځي وړتیاوو ګډول څومره مهم شوي دي. د هغه په باور، پاکستان هم غواړي له همدې بدلونونو سره ځان برابر کړي او د ملي ستراتیژیکې قوماندانۍ جوړول تر ډېره د ستراتیژیک مدیریت د عصري کولو هڅه ده، نه دا چې یوازې اټومي قومانده لا ډېره متمرکزه کړي.
هغه وویل، ملي ستراتیژیکه قومانداني داسې میکانیزم برابروي چې د هر ډول ګواښ په وړاندې تر ټولو مناسب غبرګون پرته له ځنډه وارزول او همغږي شي، او هغه پرېکړې چې پخوا به یې څو ورځې وخت نیوه، اوس ښايي په څو دقیقو کې وشي.
درېیمه او وروستۍ برخه

د دفاعي صنعت سلاکار او د Defense Guardian International مجلې بنسټګر حیدر ایم حسین وايي، د پوځ له دې جوړښتي بدلونونو سره پاکستان درې مهمې لاسته راوړنې ترلاسه کوي: د قوماندې یووالی، ستراتیژیکه خپلواکي او د ادارې دوامداره ثبات.
د هغه په وینا، ملي ستراتیژیکه قومانداني د اټومي وسلو زېرمې، توغندیز سیسټمونه او د هغوی د لېږد ټول وسایل د یوه واحد واک لاندې راولي؛ هغه جوړښت چې ویل کېږي د چین د خلکو د ازادۍ پوځ د راکټي ځواک (PLA Rocket Force) له نمونې الهام اخلي. دا کار به د پاکستان په ختیځو پولو کې د مخنیوي ځواک لا پیاوړی او د ستراتیژیکو عملیاتو همغږي نوره هم ټینګه کړي.
حسین زیاته کړه، د ستراتیژیکو ځواکونو لپاره د ځانګړې قوماندانۍ جوړول به د درېواړو ځواکونو ترمنځ د ناسمو اړیکو او احتمالي غلط فهمۍ خطر راکم کړي. همدارنګه د اساسي قانون له مخې د دغې څوکۍ خوندي کول دا ډاډ ورکوي چې د کړکېچونو پر مهال به د قوماندې پر قانوني اعتبار هېڅ ډول سیاسي یا حقوقي لانجه اغېز ونه کړي.
سیاسي اړخ
که څه هم پاکستان د نړۍ له هغو نهو هېوادونو څخه دی چې اټومي وسلې لري، خو د دغو وسلو د پالیسۍ وروستی واک لا هم د ملي قوماندې ادارې (NCA) سره پاتې دی او د دې ادارې مشري لا هم لومړی وزیر کوي.
په واشنګټن کې مېشت سیاسي شنونکي ذیشان شاه ویلي، د ملي ستراتیژیکې قوماندانۍ جوړول به د پاکستان د پوځ لپاره د ستراتیژیکو وسلو او پلان جوړونې په برخه کې د پرېکړو بهیر نور هم متمرکز کړي او غیر ضروري اداري خنډونه به له منځه یوسي.
هغه وویل، که څه هم له ۱۹۹۸ کال راهیسې، چې پاکستان خپلې اټومي ازموینې ترسره کړې، وروستۍ مهمې پرېکړې عملاً د پوځ په لاس کې وې، خو اوس دا نوی جوړښت دغه واک په رسمي چوکاټ کې تنظیموي. د شاه په باور، دا جوړښت هم د چین د راکټي ځواکونو له ماډل څخه الهام اخلي، ځکه پاکستاني افسرانو له کلونو راهیسې د چین د خلکو د ازادۍ پوځ له بېلابېلو قطعاتو سره د ناظرینو په توګه کار کړی دی.
بلخوا، حیدر حسین ټینګار کوي چې دا اصلاحات د پاکستان اټومي تګلاره او د وسلو د کارولو وروستی صلاحیت نه بدلوي، ځکه وروستۍ پرېکړه لا هم د ملي قوماندې ادارې په واک کې ده او باید د هغې د ټولو غړو په یوه خوله تایید شي.
د هغه په وینا، پاکستان د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې له هند سره د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال وښوده چې له بېپروا اټومي ګواښونو پرته هم د مخنیوي توازن ساتلای شي.
هغه دا هم وویل چې د اساسي قانون وروستیو تعدیلاتو د ملي ستراتیژیکې قوماندانۍ د قوماندان د ټاکنې بهیر له قضايي بیاکتنې خوندي کړی او د دفاعي ځواکونو د لوی قوماندان او د ملي ستراتیژیکې قوماندانۍ دفترونه یې د اساسي قانون برخه ګرځولي، څو د حکومتونو په بدلېدو سره د دغو ادارو فعالیت اغېزمن نه شي.
د اټومي امنیت پیاوړتی

پاکستان د اټومي امنیت په برخه کې نړیواله پېژندل شوې سابقه لري. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) څو ځله د اټومي امنیت په برخه کې د پاکستان همکاري ستایلې او د دغه هېواد ځینې روزنیز او امنیتي معیارونه یې د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ بېلګې بللې دي.
پاکستان د اټومي امنیت د غورهوالي یو ځانګړی مرکز هم لري چې د کورنیو او بهرنیو متخصصانو لپاره روزنیز پروګرامونه برابروي.
جنېد جاوېد باور لري چې د ملي ستراتیژیکې قوماندانۍ بریا یوازې د هغې په جوړېدو پورې تړلې نه ده، بلکې دا به څرګنده شي چې دغه اداره په عمل کې څومره اغېزناکه وده کوي، موجود امکانات څنګه سره نښلوي او خپلې دندې څومره بریالۍ ترسره کوي.
د هغه په وینا، اټومي امنیت اوس یوازې د دې مانا نه لري چې د اټومي وسلو ناڅاپي یا غیر مجاز استعمال مخه ونیول شي؛ بلکې د قوماندې او کنټرول شبکو د سایبري بریدونو پر وړاندې خوندي ساتل، د جګړې پر مهال د خوندي مخابراتو دوام، د لوړپوړو چارواکو لپاره د دقیقو معلوماتو برابرول او د سختو شرایطو پر مهال د قوماندې د تسلسل ساتل هم د اټومي امنیت اساسي برخې دي.
جاوېد وویل، که ملي ستراتیژیکه قومانداني په دغو برخو کې پرمختګ رامنځته کړي، نو د پاکستان د اټومي ادارې او مدیریت لپاره به مهمه لاسته راوړنه وي. که څه هم زیات تمرکز د ناسمو محاسبو احتمال راکموي او امنیت پیاوړی کوي، خو دا پایله په اتومات ډول نه ترلاسه کېږي.
د هغه په وینا، د دې ادارې اصلي بریا به په دې پورې تړلې وي چې وکولای شي د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو ترمنځ همغږي او د پرېکړو چټکتیا لوړه کړي، پرته له دې چې ستراتیژیک واک تر هغه بریده متمرکز شي چې د خپلواکو او مسلکي ارزونو وړتیا زیانمنه شي.

د اټومي امنیت پیاوړتیا